په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هلمند سنګين ولسوالۍ امنيتي حالت

چارواکي وايي سنګين ولسوالۍ ته يې مرستندويه ځواکونه استولي، چې د طالب اورپکو له لوري د کلابندو سرتېرو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير ويلي وو د طالبانو زورور بريد پر وړاندې يې ځواکونه مقاومت کوي، دی وايي امريکايي او بريتانوي پوځيان هم هلمند ته تللي خو يوازې مرستندويه چاره پر مخ وړي.

د قاري يوسف په نامه د طالبانو يوه وياند د برېښناليک له لارې استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د سنګين مرکز او امنيه قومندانۍ يې نيولې ده.

له کابله عبدالله نظامي د سنګين ولسوالۍ امنيتي حالت په اړه غږېږي.