په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سنګین جګړه او د افغان ځواکونو د سترګو لیدلی حال

افغان چارواکي وايي ځواکونه یې لا تر اوسه د هلمند مهمې ولسوالۍ سنګين نه د طالبانو په شا تمبولو کې په جګړه بوخت دي.

كورنيو چارو وزارت ويلي وو سنګين ته يې تازه دمي ځواکونه رسېدلي، او ولسوالي او امنيه قومانداني یې په خپله ولکه کې ده.

هغه سرتېرې چې له سنګينه لښکرګاه ته رسېدلي سنګين کې یې د جګړې پر مهال د خپلو ستونزو حال زموږ همکار اوليا اطرافي ته چې هلمند کې دی ووایه.