په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

راديوي بحث: د افغانستان، هندوستان اوپاکستان اړيکي

د هندوستان لومړي وزير ويلي دي چې افغانستان سره به راتلونکې کې هم هر دول ملگرتيا ته دوام ورکوي. نوموړي کابل کې دخبرو پر مهال دا څرگندونې کړې دي. د ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د واکمني له نسکوريدو وروسته موده کې هند له افغانستان سره تر دوه ميليارد ډالره پورې مرسته کړې ده . خو اسلام آباد په دوامداره توگه افغانستان کې د هند له حضوره انديښمن و. زمونږ همکار متين سمسور د سياسي چارو له افغان کارپوه جيلاني ځواک او پېښور کې د چارو له شنونکي سعد محمد سره په دې موضوع غږېدلى دى.