په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر پخواني کمپ د مخدره موادو روږدو کسانو لپاره روغتون جوړ شوی

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي د فنکس کمپ اوس دوی ته سپارل شوی او پر ځای یې په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو زر بستریز روغتون جوړ کړی.

د روغتیا وزارت په پام کې لري چې د کابل د پل سوخته له سیمې سلګونه په مخدره موادو روږدي کسان دغه روغتونه ولېږدوي.

د دغه وزارت ویاند محمد اسمعیل کاوسي وايي اوس دوی د روږدو کسان د درملنې لپاره کافي دارو درمل په واک کې لري.

ښاغلي کاوسي په کابل کې زموږ له همکار خوشحال تایب سره د دغه پروګرام د جزییاتو په اړه خبرې کړې دي.

پخوانی کمپ اوس پر مخدره موادو روږدو کسانو لپاره روغتون دی