په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د کابل کانفرانس به د سولې لپار ګټور وي"

کابل به راتلونکې اوونۍ د يوه څلور هېواديز کانفرانس کوربه وي چې پر افغان سولې به په کې خبرې کېږي.

امريکا، چين ، پاکستان او افغانستان به پر دې خبرې سره کوي چې څرنگه سوله باوري کړي.

افغان چارواکي وايي کابل له اسلام اباده غوښتي چې څوک سولې ته غاړه نه ږدي بايد د هغوى پر ضد په گډه مبارزه وشي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند خير الله ازاد د بي بي سي پښتو تلويزيون ته د څلور هېواديز کانفرانس په اړه خبرې کړې دي.