په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کرېکټ "پېښور زلمي "ټيم به افغانستان ته لوبو لپاره ځي

د پېښور زلمي د کرېکټ ټيم چارواکو هيله ښودلې غواړي چې د افغان کرېکټ ټيم سره لوبو لپاره افغانستان ته لاړ شي. . ددې ټيم مشر جاويد افريدي بي بي سي ته وويل چې په دې لړ کې د دوى هڅې روانې دي، او زيات امکان دى چې د فرورۍ په مياشت کې د کرېکټ د ٢٠ اوريزه لوبو نړيوال جام سياليو وروسته به دا سفر ترسره شي.

Image caption د پېښور زلمي کرکټ ټيم وايي غواړي په قبايلو کې د کرکټ لپاره دوه ميدانونه جوړ کړي.

ښاغلى افريدى چې دلته په لندن کې د بي بي سي سټوډيو ته رابلل شوى زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره خبرو کې وويل چې دوى غواړي د سيمې په کچه د کرېکټ لوبه نوره پراختيا ومومي. ده زياته کړه دوى هڅه کوي چې د خيبرايجنسۍ په باړې او وزيرستان کې د کرېکټ ميدانونه جوړ کړي.