په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۲۰۱۵ کال هند کې د نويو کاروبارونو لپاره غوره و

۲۰۱۵ کال هند کې د نويو کاروبارونو لپاره د غوړاوي کال و، او لا ډېرو خلکو خپل شرکتونه په کې پرانیستل.

دغو شرکتونو د شپږنيم ميليارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال پرتله درې برابره ډېره وه.

په داسې حال کې چې د ګوتو په شمېر يې ځانګړی ځای ګټلی، ځېنې داسې شرکتونه هم شته چې څه د پاسه يو ميليارډ ډالره ارزول شوي.

خو په اړه یې داسې شکونه په زياتېدو دي، چې ټول به يې له دې لوړېدونکو ارزونو سره ونه شي پايېدی.