په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سعودي او ايران تر منځ خرابېدونکي اړيکي

سعودي له ايران سره ډيپلوماټيک اړيکي پرې کړل. بحرین هم د خلیج یو بل هېواد شو چې د سعودي پر پله یې پل ایښې او له ایران سره یې اړیکې پرې کړي.

دا ګام په تهران کې د لاريونيانو له لوري د سعودي پر سفارت له بريده وروسته کېږي، چې په سعودي کې د يوه مخور شيعه ملا په اعدامولو غوسه شوي وو.

شيخ نمر النمر چې له ترهګرۍ سره په تړاو تورونه پرې لګېدلي وو له ۴۶ نورو سره په ګډه اعدام شوی.