په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د قرغې ډنډ کارو بارونه له يخنۍ سره ساړه شوي

د کابل په لوېديځ کې د قرغې ډنډ شاوخوا د وړو رستورانتونو څښتنان وايي يخنۍ او اقتصادي وضعې يې پر کاروبار تر نور کله ډېر اغېز کړى دى.

د پغمان د غرونو په لمن کې پرتې، دغې تفريحي سيمې ته هره ورځ په سلگونه کسان ورځي چې له ښکلي طبعيت، پاکې هوا او تازه خوړو يې خوند واخلي.

نجما ځلا هم ورغلې وه چې سيلانيانو او سوداگرو سره پرې وغږېږي