په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکراين او اروپايي ټولنې تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون

اوکراين کې د جنورۍ له لومړۍد دغه هېواد او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون پر پلي کېدو شو.

د دغه تړون پر سر ناندرۍ په پلازمېنه کيېف کې د ناراميو پيلوونکی لامل و، چې پايله کې يې مسکو پلوی ولسمشر په ۲۰۱۴ کال وپرځېد.

روسيه بيا نوره پر مخ لاړه او د اوکرايين کريميا یې ورونيوله، او هم يې د دغه هېواد ختيځ کې د بېلتونپالو ملاتړ ته مخه کړه، چې پايله کې يې لسيزو موده کې د کرېملېن او لوېديځ ترمنځ د ټکر خطرناک حالت رامنځته شو.

خو په سخته ګټل شوی دا تړون به د اوکرايين لپاره په څه معنا وي؟