څرنگه د افغان سولې هڅو کې له نړيوالو تجربو گټه اخېستل کېدى شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څرنگه د افغان سولې هڅو کې له نړيوالو تجربو گټه اخېستل کېدى شي؟

دا اونۍ بي‌بي‌سي خپلو خپرونو کې دې ته کتنه کړې ده چې څرنگه د افغانستان د سولې بهير کې د نړۍ د نورو کړکېچونو د هواري لپاره د سولې ترسره شوو پروسو څخه گټه پورته کېدى شي.

په دې لړ کې تر ډيره د برتانيا د شمالي ايرلينډ او د کولمبيا د فارک ياغيانو سره د سولې د هڅو يادونه کېږي. دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون مشره، سيما سمر، وايي د افغانستان ستونزې کې که څه هم دې تجربو څخه گټه اخېستل کېدى شي، خو په ټوله کې پکار ده چې د افغان حکومت په کچه د سولې د خبرو په تړاو يوه ژمنه رامنځ ته شي.

په لندن کې د بي بي سي خبریال، عنايت الحق ياسيني، اغلې سمر پوښتلې چې څرنگه افغان سولې کې د سولې د نړيوالو هڅو له بېلگو څخه گټه اخېستل کېدى شي؟