په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د قرغې ډنډ رسټورانټونو کاروبار سوړ شوی

له افغانستانه د بهرنيانو له وتلو سره کاروبارونه کم شوي، خو د ژمي له راتلو سره یې فعاليت نور هم ورو شوی دی.

د کابل لويديځ کې د قرغې ډنډ د شاوخوا وړو رسټورانټونو څښتنان وايي يخنۍ او اقتصادي وضعې يې پر کاروبار تر نور کله ډېر اغېز کړى دى.

زموږ همکاره نجما ځلا پرې له سيلانيانو او سوداګرو سره غږېدلې ده.