په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د باچاخان پر پوهنتون برید کې لسګونه کسان وژل شوي

د پښتونخوا پېښور ته نژدې چارسده کې وسله والو پر يوه پوهنتون بريد کړى چې لږ تر لږه شل کسه يې وژلي. گڼ شمېر يې زده کوونکي دي.

ځینې نور ټپیان دي. د پاکستان لومړي وزير نواز شريف تر دغه بريد وروسته هوډ وښود چې ترهگر به له خپلې خاورې ورکوي.

پاکستانی پوځ وايي څلور اورپکې يې وژلي او د پوهنتون شاوخوا اوس چاڼيز عمليات روان دي.