په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځانگړې مرکه:د پاکستان - چين اقتصادي دهليز ولې جنجالي شوى؟

Image caption په دې نقشه پخوانۍ او بدله شوې لاره په بېلو ليکو ښودل شوې ده.

د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلیز/راهداري China Pakistan Economic Corridor )) د ٤٦ میلیاردو/بلينو ډالرو په ارزښت جوړيږي چې لګښت یې چین ورکوي.

دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ستره اقتصادي پروژه وي چې د لویې لارو تر څنګ به دګازو، برېښنا (برق) او صنتعي مرکزونه به په کې جوړيږي.

په پام کې وه چې پروژه به له چین څخه د خیبر پښتونخوا له لاري په بلوچستان ايالت کي د ګوادر بندر ته وغځېږي. خو د پاکستان مرکزي حکومت یې وروسته لاره بدله کړه او اوس به د پنجاب ايالت له يو شمېرسیمو څخه تيريږي.

له دې کبله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کي يو شمېر ګوندونو او سياسي او ټولنيزو فعالينو نیوکه وکړه.

د نیوکه کوونکو په وینا، د نوي پلان له مخي، ډېری سوداګریز او صنعتي مرکزونه د پنجاب په خاوره کې جوړيږي. له همدې امله به یې پر خیبر پښتونخوا او افغانستان اقتصادي اغیز د پخوا په پرتله کم وي.

د پښتونخوا ولسي تحریک او ځینې نوري ډلي د نوي لارې خلاف مبارزه کوي او وايي چي که نقشه اصلي حالت ته بدله نه شوه، نو د سړک جوړولو لپاره به ځمکه به نه ورکوي او د پروژې کار به ودروي.

زموږ همکار داود اعظمي د پښتونخوا ولسي تحریک له مشر، ډاکتر سید عالم مسود، سره په دې اړه مرکه کړې او په پیل کې ځيني پوښتلي چي ددې سړک اغېز به پر هغو سیمو چې دا پرتېرېږي، څه وي؟