په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر غني: د سولې خبرې بايد ژر پيل شي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي که د اپريل تر مياشتې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل نه شي نو جگړه به لا پراخه شي او اغېز به يې پر ټولې سيمې وي.

له بي بي سي سره د خبرو پر وخت افغان ولسمشر پر پاکستان غږ وکړ چې له ترهگرۍ سره جگړه کې ورسره مل شي.

افغان ولسمشر وايي د پاکستاني پوځ له خوا شړل شوي اورپکي اوس د کرښې دواړو غاړو ته گواښ پېښوي.

ليز دوسېټ ترې لومړی د سولې په اړه پوښتلي.