په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: ډنمارک کې د کډوالو د شتمنيو په اړه قانون به څه پاېلې ولري؟

د ډنمارک پارلمان دغه هېواد ته د کډوالو د بهیر د مخنیوي په موخه یو لانجمن قانون تایید کړ. د دې پرېکړې له مخې به له کډوالو هغه قیمتي توکي د پولیسو لخوا په زور اخېستل کېږي، چې ارزښت يې په ټوله کې له ١٥٠٠ ډالرو زیات وي.

اروپايي شورا او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی، چې د دغه نوي قانون ځینې برخې ښايي له نړیوالو هوکړو سره په ټکر کې وي.

زمونږ همکار سپين تڼي په اونیز بحث کې په ډنمارک کې د کډوالو د چارو فعال ابراهیم نعیمي، په لندن کې حقوقپوه بریالی بارکزي او په برتانیا کې د مدني ټولنې او کډوالو چارو فعال ګل ولي پسرلی سره د ډنمارک دا وروستی ګام چې د کډوالو په تړاو له نړیوالو هوکړو او په ځانګړي ډول د جېنېوا له کنوانسیون سره څومره سمون خوري؟ دغه ډول ګامونه به اروپا ته د کډوالو د راتګ پر بهیر څه اغېز وکړي؟ او له دې لارې د کډوالو د زیاتېدونکو ستونزو د اواري لپاره څه کېدای شي؟