په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا کې ولې ماشومان تلويزيون لږ ګوري؟

نوي کاله مخکې سکاټلنډي مخترع يا پنځوونکي جان لوجي بېرډ خپل لومړی ټلويزيون د لندن يوه لابراتور کې نندارې ته وړاندې کړ.

له هماغه راهيسې ټلويزيون ښايي د نړۍ لروبر ډېرو کورونو ته رسېدلی وي، خو اوسمهال ښايي د خوښې سر کې ځای و نه لري.

بريتانيا کې د لومړي ځل لپاره له ۱۶ کلنو کشران د ټلويزيون کتلو پرتله ډېر وخت پر انټرنېټ تېروي.

يوه نوې څېړنه ښيي چې خلک اوس د کتلو عادت کې د بدلون پړاو ته رسېدلي دي.