په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له امله زرګونه ښوونځي تړل شوي

پاکستان کې په پنجاب، سند، خیبر پښتونخواه او پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي اندېښنو له امله زرګونه ښوونځي تړل شوي دي.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو چې دا ښوونځي د ساړه له امله تړل شوي.

څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخواه په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید هم د پوهنې او ښوونې مرکزونو کې وېره خپره کړې ده.

د ښوونځیو او نورو تعليمي او پوهنيزو ادارو په اړه د پاکستان د حکومت تګلاره تر ډېره روښانه نه ده.

په دغه رپوټ کې دې ته کتنه شوې چې د پاکستان حکومت په دې اړه څه کړي دي؟