په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څرنگه افغانستان کې د اداري فساد مخنيوى شونى دى؟

د روڼتیا نړیواله ټولنه وايي، افغانستان د نړۍ په کچه درېم داسې هېواد دی چې اداري فساد پکې تر ټولو زیات دی. دې ټولنې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې افغان دولت د اداري فساد په کابو کولو کې پاتې راغلی او له همدې امله د تېرې لسیزې له پرمختګونو سره سره افغانستان د فاسدو هېوادونو په لومړۍ لیکه کې پاتې دی او اداري فساد پکې مخ پر زیاتېدو دی.ستاسې غږ کې سپين تڼی له اورېدونکو سره په دې غږېدلی چې ولې لا هم افغانستان په اداري فساد کې د ښکېلو هېوادونو په ډله کې دی؟ خلک د اداري فساد په کابو کولو کې څه ونډه اخېستی شي؟