په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فارياب کې يوه کس له خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې وه

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په يوه بله کمسارې پېښه کې رېزه ګل هغه مېرمن ده چې مېړه یې پوزه ورپرې کړې ده، د فارياب ولايت دغه ځوانه اوسېدونکې اوس په کابل کې تر درملنې لاندې ده

چارواکي وايي د ريزه گل په مېړه پسې دي چې ويې نيسي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالين وايي په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تر وړم کال هم ډېرې ورسره ثبت شوې دي.

نجما ځلا د ريزه گل ليدو ته ورغلې چې وايي لا هم د خپل ژوند ښه راتلونکي هيلې لري.