په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ساينس پوهانو ته په جنين کې د "سمون" اجازه څومره مهمه ده؟

په برتانیا کې ساینسپوهانو په لومړي ځل اجازه تر لاسه کړې چې انساني جنین کې ګوتې ووهي او په ډي ان اې کې یې بدلون راولي.

دا څېړنه د دې لپاره تر سره کېږي چې د انسان د ژوند د ډېرو لومړنیو شېبو په اړه ژوره پوه رامنځته شي.

څېړنه به پر په بسپنه ورکړل شوو جنیننو باندې ترسره شي .

زمونږ همکار محمد زاهد د انګلستان کېمبرېج پوهنتون کې د جينټېک ساينس یا ارث پوهنې څېړونکي ډاکتر فراز جانان ددې پرېکړې په ارښت او څرنگه به دا پروسه ترسره کېږي غږېدلى دى.