په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نايجريا کې د بوکو حرام ډلې بريد د عيني شاهدانو کيسه

څو ورځې وړاندې د نایجریا شمال ختیځ کې بوکو حرام اسلام پالې ډلې برید کړی و چې لږ تر لږه ۶۵ کسان په کې وژل شوي وو.

له بریده ژوندیو پاتې شوو کیسه کوله چې څه ډول وژنې، سوځول او چاودنې تر څلورو ساعتونو روانې وې.

دغه برید د مېدوګوري ښار دلوري ته نژدې شوی و. ژوندې پاتې کسان یې هغه وېرېوونکې شېبې یادوي.