په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: اروپايي ټولنې کې د برتانيا دغړيتوب ارزښت او اغېز

د اروپايي شورا مشر، ډونالد ټسک، برتانیا ته په اروپايي ټولنې کې د پاتې کېدو لپاره د وړاندیزونو مسوده ډاګیزه کړې ده. د دې کار موخه دا ده، چې په اروپايي ټولنې کې د غړیتوب په تړاو برتانيا کې له ملي ټولپوښتنې دمخه دغه هېواد په دې ټولنې کې پاتې کېدو ته وهڅول شي.

د بي بي سي پښتو په اونیز بحث کې سپين تڼى په فرانسې کې د حقوقو او سیاسي علومو استاد، ډاکټر روستار تره کی، په جرمني کې مېشت افغان اقتصاد پوه ډاکټر محمدا جان مرزي او د برتانيا د چارو شنونکي او زموږ همکار ډاکټر لطف الله لطیف په دې غږېدلى چې برتانیا ولې د دې ټولپوښتنې د تر سره کولو تکل کړی؟ په اروپايي ټولنې کې د برتانیا د غړیتوب ګټې او زیانونه د دواړو خواو لپاره څه دي؟ د کډوالو پر مسلې او نورو نړیوالو چارو څه اغېز لري؟