په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تاجکستان کې پر پرديو نومونو بنديز لګېدلی

په یوه ولس کې بيا خپل نومونه څومره ارزښتناک او پرديو ته د څومره بهرني اغېز په سترګه کتل کېږي.

تاجکستان کې د شيخ، خواجه، خليفه او ملا په څېر نومونو پر کارولو بنديز لګېدلی دی.

د دغه هېواد چارواکو په پلازمېنه دوشنبه کې يوه کميسيون ته دنده سپارلې داسې نومونه راوګوري چې د تاجکستان له فرهنګ سره همغږي وي، او بيا يې دې ميندو پلرونو ته وروړاندې کړي چې پر نويو زېږېدلو ماشومانو يې هم کېږدي.

ځينې په دې باور دي چې گواکې د تاجک حکومت له خوا د دې ګام دليل د توندلارۍ خپرېدو په اړه اندېښنې او د چارو کابو کولو يوه هڅې ده.