په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اجمل خټک سره د هغه د ژوند، شاعرۍ او سیاست په اړه ځانګړې مرکه

اجمل خټک د پښتو شعري آسمان يو ځلانده ستورى او د پښتون ملت پاله سياسي ډگر يو مهم لوبغاړى و.

نوموړى د ٢٠١٠ د فبرورۍ پر اوومه په پنځه اتيا کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېدى او پېښور ته نږدې په خپل پلرني ټاټوبي، اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو.

خو د نوموړي شعر به تر ډېره پاته وي.

اجمل خټک د خپل سياسي ژوند پيل له خدايي خدمتگار غورځنگ څخه وکړی چې بنسټ ېې د عدم تشدد يوۀ مخکښ خان عبدالغفار خان ايښى و چې د باچاخان او فخر افغان په نومونو هم پېژندل کيږي.

اجمل خټک وروسته د پښتون ملت پال، عوامي نېشنل گوند، مشر او همدارز په پاکستان کې د پونم په نامه د محکومو قامونو د سياسي گوندونو ايتلاف مشر هم و.

د نوموړي شاعرۍ د ډيرو خلکو په ذهن او فکر کې انقلاب راوستى او له همدې کبله ده ته "انقلابي شاعر" هم ويل شوی دی.

اجمل خټک په نظم او نثر کې په لسگونو اثار ليکلي دي خو په شعر کې ېې د "غيرت چغه" د ملتپالۍ يا نېشنلزم يو شاهکار گڼل کېږي.

داود اعظمي له اجمل خټک سره دا مرکه په ۲۰۰۳ کال کي په اکوړه خټک کي د ده په کور کي کړې وه. د يادوني وړ ده چي هغه مهال نوموړی ناروغه و.

په دې مرکه کې د اجمل خټک د شعر او ادبي هلو ځلو ترڅنگ، په عمومي توگه د پښتو شعر، شعر او سياست، پښتون ملتپال سياست او روانو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پۀ اړه د زړه خواله شوي دي.