په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: څرنگه کوچنيان د کتاب لوستلو ته هڅولى شو؟

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې، د ماشومانو د بوختولو، فکري ودې او زدکړې لپاره ډېر کتابونه چاپېږي. خو افغانستان کې په څو وروستیو لسیزو کې، د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې او په تېره بیا په پښتو ژبه کې، ډېر لږ کار شوی. ستاسې غږ په دې خپرونې کې سپین تڼي له اورېدونکو او مېلمه سره په دې غږېدلی چې کتاب لوستل د ماشوم لپاره څومره اړین دی او د دوی په ژوند څه اغېز درلودلی شي. کتاب لوستلو ته د ماشومانو د هڅولو لپاره څه باید وشي؟