په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جرمني څنګه د بې کارۍ کچه ټیټه ساتي او هم کاري ځواک روزي؟

د جرمني ځوانانو بې کاري په ټوله اروپا کې تر ټولو ټیټه ده، یو دلیل یې دا دی، هغه ځوانان چې پوهنتون ته نه ځي په کمپنیو کې روزل کېږي او کار ته تیارېږي.

دغه زده کړې درې نیم کاله غواړي او زده کوونکو ته د میاشتې له مالیې وړاندې زر امریکايي ډالر ورکول کېږي.