په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایا اسونه د انسانانو احساسات لوستلی شي؟

یوه نوې څېړنه وایي، اسونه کولای شي د انسان په څېره کې د خوشالۍ او خواشینۍ توپیر وکړي.

بریتانیایي ساینسپوهانو یوه ازموینه کې د سړو عکسونه کورنیو اسونو ته ښکاره کړل.

اسونو د قهرجونو انځورونو په لیدو منفي غبرګون وښود.

ساینسپوهان وایي، دا چې دغه اسونه په کورونو کې روزل شوي کېدای شي د انسان د څېرې د پېژندلو وړتیا یې موندلې وي.