په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلوچستان کې پر لرغونو اثارو د نا امنيو اغېز

پاکستاني چارواکي او ځايي خلک وايي چې په بلوچستان کې يو لرغونى کلى د نا امنيو او قبايلي جگړو له امله ويجاړشوى دى.

مهر گړ، د کوټې په جنوب کې و چې وايي څو زره کاله پخوا اباد شوى و.

د پاکستاني چارواکو په وينا دوو ځايي قبايلو له يو بله د غچ اخيستو په نيت دا ځاى ويجاړ کړى دى.

نا امنيو ، قاچاق او نورو دلايلو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته لرغوني ځايونه او اثار زيانمن کړي دي.