په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان سوله او جګړه ځپلي وګړي

له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په تړاو نن په کابل کې د څلور هېواديزې غونډې څلورمه ناسته وشوه.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي هڅه کوي له طالبانو سره د افغان چارواکو د مخامخ خبرو اترو لپاره نېټه وټاکي.

افغانستان کې د سولې هڅو ته د ډېرو سترګې دي چې ګوندې روانه جګړه به کابو او پای کې ارامۍ لپاره لار پرنيزي،

خو داسې کسان هم شته چې په څرګنده لا له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره د روغې جوړې مخالف دي.

سیدعبدالله نظامي کابل کې د جګړې قربانیان او دسولې مخالف کسان غږولي دي