په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د غني خان د شعرونو انگليسي ژباړه چاپ شوه

د ښکلا زیارت کونکی يا

The Pilgrimage of Beauty

د پښتو د وتلي شاعر غني خان د شعرونو انگليسي ژباړه ده. دې کتاب کې د غني خان ١٤١ شعرونه ژباړل شوې دي. ددې شعرونو ژباړه امتياز احمد خان صاحبزاده کړې. ښاغلى صاحبزاده وايي غني خان سره د ناستې پاستې له برکته په ژباړې کې ورسره ډېره مرسته شوې ده.

ددې کتاب مخ کتنه په کابل کې ترسره شوه. زمونږ همکار مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې کاږي چې لومړى دا ژباړل شوي شعرونه د پښتونخوا يوې کلتور پالې په خپل شخصي لگښت چاپ کړي وو.