په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې نظر: په ودونو او د خوښۍ په نورو مراسمو کې ولې اسراف کېږي؟

په افغانستان او سيمه کې ودونو او د خوښۍ نورو محفلونو کې تر ډېره داسې ليدل شوي چې د خوړو نه نيولې په بېلابېلو برخو کې اسراف کېږي. ولې داسې ده؟

دا ځان ښودل دي او که په دې ډول ځيني خلک د ځان خوشحالولو هڅه کوي؟

له توانه پورته لګښت، له اقتصادي پلوه د کورنۍ په راتلونکي ژوند څه اغېز لري؟

په دې موضوع زموږ همکار سپين تڼی له اورېدونکو سره غږېدلی دی.