په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سولې شورا مشر:دافغان کړکېچ هواري لپاره ځانگړې ستراتيژي نلري

افغانستان کې د سولي عالي شورا، نوی مشر وايي د افغانستان د لانجې سوله اییز حل ته کومه ځانګړې ستراتيژي نه لري خوتاکيد کوي د طالبانو ډیری مشران له ده سره پيژني او دا کار کولای شي چې د سولې په بهیر کې اغیزمنه مرسته وکړي. پير سيد احمد گيلاني زمونږ همکار حفیظ الله معروف سره ځانگړې مرکې په دې اړه ناخبري وښودله چې نزدې راتلونکې کې طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې. خو وې ويل هر وخت چې نيټه ټاکل کېږي دوى ورته چمتووالى لري.