په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي او د ښځو پر مختګ

د ډسمبر په مياشت کې په لومړي ځل سعودي کې مېرمنې د ښاروالۍ ټاکنو کې وټاکل شوې. داسې څه چې دغه دودپاله هېواد کې د ښځو لپاره مهم پرمختګ ونومول شو.

له هغه وروسته ځینې ښځینه غړې له شاته تګ سره مخامخ شوې دي، لکه جده کې دوو ښځو ته اجازه ور نه کړل شوه چې خپلو نارینه همکارانو سره غونډه کې کېني.

خلک دا پوښتي چې دلته د ښځو په ژوند کې څومره اوږدمهاله لوى بدلون راتلى شي.