په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: په سوريه کې داعش مات شوی؟

د سوریې حکومتي ځواکونو د روسيې هوايي ځواک په مرسته ډېر پرمختګ کړی او پر "اسلامي دولت" نومې ډله یې ګوزارونه کړي.

خو په ورته وخت کې "اسلامي دولت" ډله هم توانېدلې چې په پاریس، او بروکسل کې مرګوني بریدونه وکړي او دا وښیي چې دوی لا هم پر لوېدیځې نړۍ د وار کولو توان لري.

ایا دې ډلې د خپلې جګړې سیمه او تکتیکونه بدل کړي؟

په دې بحث کې همدغو پوښتنو ته د ځواب هڅه شوې ده.

د بحث مېلمانه: استاد روستار ترکی، امریکا کې څېړونکی شېر جان احمدزی او لندن کې د افغان پوځ پخوانی ډګروال شېرولي.

د خپرونې کوربه سپین تڼی دی.