په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت

افغانستان کې باميان په لرغونو ځايونو ښه شتمن دی، تر ټولو مشهور ځای یې هم د بودا مجسمې دي، چې ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو ويجاړې کړې.

که څه هم باميان د افغانستان د نورو ولايتونو پرتله له يو څه ښه امنيت برخمن دی، خو لا تر اوسه يې د سيلانۍ چارې په کې نه دي غوړېدلې.

په وسايلو ښه سمبال هوټلونه چې د سیلانۍ پاللو په موخه جوړ شوي وو، اوس له ستونزو سره مخامخ دي.

د بي بي سي نصير بهزاد بامیانو کې دغو هوټلونو ته ورغلی و.