په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عصبي ناروغيو د درملنې هڅه

ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د عصبي ناروغیو یوه بڼه لري. ډېر کله یې درملنه نه کېږي حتی پرمختللو هېوادونو کې هم ډېر ځله ټولو ناروغانو ته لاسرسی او یا یې د ناروغۍ تشخیص نه کېږي.

خو هند کې په عصبي ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې ستونزه بېخي لویه ده. ځینو لرو پرتو سیمو کې خو یې ۳۰ زره کسانو لپاره ایله یو ډاکتر وي خو اوس یوه نوې پروژه پیل شوې او غواړي چې د ټکنالوژۍ په مرسته د دې غم وخوري.