په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان کرېکټ راتلونکی

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي اوس مهال تر ډېره د ځوانو لوبغاړو پر روزنې کار روان دی چې وکولای شي په راتلونکې کې د مشرانو لوبغاړو ځای ونيسي.

د دوی په وینا هغو نویو ځوانانو چې ملي لوبډلې ته لار موندلې په نړیوالو سیالیو کې ځلېدلي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په زرگونو ځوانان او تنکي زلمي د کرېکټ په لوبو بوخت دي. خوشحال تایب پرې راپور چمتو کړی دی.