په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اندونيزيا کې د افغان کډوالو ښوونځی

د کډوالو ناخوالې. وروسته له هغه چې اسټراليا خپله تګلاره بدله کړه او له پناغوښتونکو ډکو بيړيو یې د مخې اړولو په ګامونو پیل وکړ، اوس څه د پاسه ۱۳ زره کډوال اندونيزيا کې په ناوړه حالت کې اوسېږي.

اندونيزيا د کډوالو په اړه تړون نه دی لاسليک کړی، پر دې معنا چې پناه غوښتونکي په کې د کار او زده کړو حق نه لري.

دلته يو نوی ښوونځی چې کډوالو په خپله جوړ کړی، مېشتو کډوالو ماشومانو ته، چې ډېر یې افغانان دي، د هيلو نوی چاپېریال جوړوي.