په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شکسپير "فرسټ پوليو" اثر

د انګرېزۍ ژبې تر ټولو مشهور بريتانوی اديب، چې هم شاعر او هم ډرامه ليکوال و، وېليم شکسپير دی.

د ده "فرسټ فوليو" ډرامه چې په ۱۶۲۳ کال کې چاپ شوې، يو داسې کتاب دی، چې نړۍ کې یې تر ټولو زيات غوښت او لټون کېږي.د دې کتاب يوه کاپي اوس د سکاټلنډ يوه دولتي کور کې موندل شوې ده.

د ده دا ليکنه چې د وزې پر څرمنې ليکل شوې، اوس به عامه نندارې ته وړاندې کېږي. دا له هغه راهيسې چې څلور سوه کاله وړاندې دا ليکنه په کې لندن کې پلور ته وړاندې شوې وه، لومړۍ ننداره ده.