په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: د ملي يووالي حکومت د دورې په سر ناندرۍ

افغانستان کې دوام دارې جګړې، په ډېرو سيمو کې بې ثباتي، بې روزګاري او د ملي یوالي حکومت د مشرانو تر منځ پر مهمو مسلو اختلاف د دې لامل ګرځېدلی چې یو شمېر خلک د ملي یوالي حکومت دوام ته زړه ښه نکړي. د ملي یووالي حکومت حالت څومره نازک دی او څنګه کولای شي له دغه بحراني حالته ووځي؟ سپين تڼى په اونيز بحث کې د ولسمشر ویاند مرستیال دوا خان مینه پال، د افغان ملي غورځنګ د مشرتابه شورا غړي، ډاکټر فیض محمد ځلاند او د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ودیر ساپي سره غږېدلى دى.