په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان مېرمنې وايي توليداتو ته يې بازار نشته

افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو کې سوداګرې مېرمنې وايي ډېر کله یې تولیداتو ته بازار نه شي موندلی او له امله یې کاربار پر مخ نه شي تللی.

دوی له حکومت او د سوداګرۍ له خونو غوښتنه لري چې ملاتړ یې وکړي. په همدې موخه د تاجکستان په دوشنبې کې یوه اقتصادي غونډه جوړه شوې وه چې افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو کې سوداګرو مېرمنو ته د بازار موندنې پر لارو چارو لارښوونه وشي.