په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څوک به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي انظمام الحق پرون له دندې استعفا وکړه. هغه تېر کال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شو.

دې موده کې یې افغان لوبډلې د توپ وهنې په ډګر کې ښه پرمختګ وکړ.

دا چې د افغانستان کرېکټ بورډ یې ځای ناستي ټاکلو لپاره څه پلان لري- کابل کې زموږ همکار سید عبدالله نظامي د افغانستان کرېکټ بورډ له اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي سره پرې غږېدلی.