په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوزڼ يا پوليو نوی واکسين، په افريقا کې دغه ناروغي ختمه شوې

تر ١٥٠و ډېر هېوادونه يو ډول نوى واکسين کاروي چې د پوليو يا گوزڼ رېښې د تل لپاره وچې کړي.

افغانستان او پاکستان يوازيني دوه هېوادونه دي چې سږ کال هم په کې د پوليو قضيې ثبت شوې دي.

د روغتيا کارکوونکي وايي که واکسين تل نه وي نو دغه ناروغي ښايي بيا خپره شي.

له افريقا څخه يو رپوټ چې اوس پوليو په کې ختمه شوې ده.