په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې نړېدلې لرغونې اثار په بله بڼه

د سوريې دوه، دوه زره کلن زاړه تاقونه يا ليندۍ ډوله ودانۍ چې په تدمر ښار کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له لوري ويجاړ شوي، اوس يې يوه کاپي د لندن ټرفلګر ډګر کې نندارې لپاره وړاندې شوې ده.

د بري تاق دا دوه پر درې کچه بڼه د درې بعديزې ټکنولوژۍ په مټ جوړه شوې ده. د نيويارک او دوبۍ په ګډون د نړۍ لروبر نورو ښارونو ته له سفر وروسته يې جوړوونکي غواړي دا بڼه خپله سوريه کې تدمر ته ولېږدوي.