په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سياست کې د افغان مېرمنو کمرنګه ونډه

افغان مېرمنې وايي لا هم چې په کار ده، په سیاست کې هغسې ونډه نه لري.

که څه هم تېره يوه نيمه لسيزه کې د ښځو حقونو لپاره مبارزه او ژمنې شوې، او هم په ولسي جرگه کې ٢٥ سلنه څوکۍ مېرمنو ته ځانگړې شوې، کابينه کې وزيرانې ځاى لري خو لا هم په ځوانو نجونو کې له سياست سره مينه کمرنگه ښکاري.

کابل کې آریا احمدزۍ له ښځینه ولسي استازو او نظر خاوندانو سره خبرې کړي دي.