په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګرو ملتونو حلب کې حالت ناوريني بللی

ملګرو ملتونو د سوریې حلب کې حالت وروسته له هغه ناوريني بللی، چې د يو روغتون په ګډون پر بېلابېلو موخو بريدونو کې لسګونه خلک وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بي بي سي سره خبرو کې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې نظام هڅولی چې د دغه هېواد له ويجاړولو نور لاس واخلي.

په حلب کې تېره يوه اوونۍ کې د حکومتي بمباريو پر مهال څه د پاسه دوه سوه کسان وژل شوي دي.