په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له اسلامي حزب سره په خبرو کې پرمختګ شوی"

د افغانستان د سولې عالي شورا بي بي سي پښتو ته ويلي چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي گوند سره د سولې په خبرو کې ډېر پرمختگ شوى دى.

ويل کېږي چې دغه گوند د خبرو لپاره نړيوال ضمانت غواړي. د دغه گوند غړي په تېرو څو اوونيو کې څو ځلې کابل ته د خبرو لپاره ورغلي.

سيد عبدالله نظامي يې نور جزييات وړاندې کوي.