په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ابټ اباد د بن لادن له مرګه پنځه کاله وروسته

له نن نه پنځه کاله وړاندې د مې پر دوهمه د امريکا تر ټولو غوښتل شوی کس اسامه بن لادن د امريکايي کوماندو ځواکونو له خوا د پاکستان په ابټ اباد کې ووژل شو.

ده هلته په يوه کور کې له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره پټ ژوند کاوه.

په افغانستان کې د طالبانو له نسکورېدا وروسته اسامه تري تم شو او نژدې لس کاله وروسته يې امريکايي ځواکونو د ځای ځايګي څرک ولګولی شوی.

خداى نور ناصر ابټ اباد ته ورغلى، له ځايي خلکو سره غږېدلى چې د اسامه په وژنه څه وايي.