په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د ملنګ جان دېره

یوه تن افغان کلتورپال د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د ملنګ جان دېره جوړه کړې ده. د ملنګ جان مینه وال اورېدونکي او افغان سندرغاړي دغې دېرې ته ورځي او د موسیقۍ بنډارونه جوړوي.

ملنګ جان د افغانانو په باور ددوی ملي شاعر دی، ځکه چې د افغان وطن ماتې ګوډې او ویاړونه یې د شاعرۍ منځپانګه جوړوي. دا اونۍ زموږ همکار مصطفی سالک هم یو ماښام د ملنګ جان دېرې ته پېښه کړې او هلته یې دغه راپور چمتو کړی دی.